موازنہ
-------
محمد عارف نسیم فیضی
------------
د صدها ګلانو مينځ کښې يو ګلاب لکه چې تۀ
د متروک ژبې نالوستې يو کتاب لکه چې زۀ
نيمه شپه کښې د عابد په شونډو سوال لکه چې تۀ
د زرها خوشحالو مينځ کښې يو ملال لکه چې زۀ
اوچت شوې د جنت په لور قدم لکه چې تۀ
تفريق شوې د کلهم نه يو رقم لکه چې زۀ
د اسمان په وسعتونو ورک پتنګ لکه چې تۀ
د صحرا مينځ کښې نهر تږې ملنګ لکه چې زۀ
په افق باندې خوره ګوره ورېځ لکه چې تۀ
د غريب کور کښې د غم وړومبنې ورځ لکه چې زۀ
د جانان غېږه کښې مست ښائسته ماښام لکه چې تۀ
په ويرانه ميکده کښې نسکور جام لکه چې زۀ
د منزل ته رسېدو قرار سکون لکه چې تۀ
يو ناکامه نامراده شان لټون لکه چې زۀ
د سحر ستورې روښانه په اسمان لکه چې تۀ
په هوا کښې غبار پاتې د کاروان لکه چې زۀ
ستا د بخت کتاب کښې نيشت د رنج و غم لکه چې زۀ
د عارف سترګو کښې خور هر وختې نم لکه چې تۀ
ایک تبصرہ شائع کریں