سراج الدين سراج خوبه چرته رانه لاړې

شاعرې

بدھ، 20 دسمبر، 2023

سراج الدين سراج خوبه چرته رانه لاړې

 


*

        خوبه چرته رانه لاړې

    

      زۀ دې ستړے کړم پۀ منډو

       زما ساه دې کړه بې ساها

        خو تۀ دومره ګړندے ئې

      چې د سترګو مې پناه شوې

         د سحر تلې ښکاره شوې

          رڼائي پۀ خورېدو شوه

          زما زړۀ پۀ درزېدو شۀ

         ساه مې لنډه لنډه کيږي

      خو يو تۀ مې لاندې نۀ کړې

          رانه څومره لرې لاړې

    اوس کۀ بيرته پۀ ستنه شې

       زۀ به نۀ يم بيا به ژاړې

      بيا به ژاړې ما به غواړې

      زۀ به نۀ يم زۀ به نۀ يم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف