جامې رالنډې شوې بهر ترېنه قامت ووتو

شاعرې

بدھ، 20 دسمبر، 2023

جامې رالنډې شوې بهر ترېنه قامت ووتو

 


جامې  رالنډې  شوې بهر ترېنه قامت  ووتو

د وضاحت  د  احاطې  نه  مې حالت  ووتو


ښه ده چې ډېرو فرېبونوسړیتوب وروښود

زړۀ  مې له کوره  نن  زما  په  اجازت  ووتو


دا لېونی به سل یو نیم سل کاله نور وپائي

که  د  طفلانو  له حلقې  په حفاظت  ووتو


زما په خیال، یو وارې بیا پېچلی شوی یمه

یو  وارې بیا   مې  له  بیانه سلاست  ووتو


زمونږ جذباتو برجسته شانې اظهارغوښتلو

ځکه   زمونږ  د  شاعرۍ  نه  علامت  ووتو


هغه چې خپله آئینې ته نیزدې شوی نۀ دی

هغه   روان  دی  د  جهان  په  نظارت ووتو


دلته  احسان  د عبادت  به په یو بل کېدلو

ځکه  قېصر بېخي د خداې له عبادت ووتو

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف