روغانے بابا / دغه يؤ نمر دے په شريکه زمونږ

شاعرې

بدھ، 20 دسمبر، 2023

روغانے بابا / دغه يؤ نمر دے په شريکه زمونږ


 


اثر د مينې چې بلبل ته لګي

دا اندازه ئي ټوله ګل ته لګي


دغه يؤ نمر دے په شريکه زمونږ 

چې په چا هلته په چا دلته  لګي 


خدائے دي د وهم د مرضه ساته 

دا  بيماري  د  یؤ  نه  بل ته لګي 


شيخه! د خلې خبرې نه دي ګوري

د  ايمان  پته  به  دې  هلته   لګي 


د روغاني په ږيره مه شئ خلقه 

اکثر چې اور لګي ځنګل ته  لګي 

     

        ارواښاد روغاني بابا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف