سوال ئې د ديدان پۀ کوم درګاه اوکړم
زۀ منت زاري پۀ کوم بارګاه اوکړم
ساه ده چې ئې اخلمه راځي اُوځي
څۀ به اعتماد پۀ خپله ساه اوکړم
نۀ څۀ قرباني نۀ چې وي درد پکښې
داسې يارانه که پۀ واللّٰه اوکړم
زلفې چې خوارې کړي او سينګار اوکړي
زۀ نور څۀ کولې شم خو آه اوکړم
حسن سرمايه ده د غرور منم
بيا ولې ګمان پرې د بدخواه اوکړم
يو ځائے روغـانــي کوم نيکي بدي
اخلم چې بوسه نو بسم اللّٰه اوکړم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
عبدالرحيم روغاني
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

ایک تبصرہ شائع کریں