لاړ که مې نظر شي زۀ به ستا لارې ته ګورمه
را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه
څو به مې نظر کوي منزل په حجابونو کښې
څو به دې د خلکو نه په غلا لارې ته ګورمه
ستړې يم د خپل فکر تر کوره رسيدې نۀ شم
وړې يم د چا ورکې سودا لارې ته ګورمه
ورک رانه منزل دے د رسمونو پۀ ګردونو کښې
ستا په لورې ځم خو د دنيا لارې ته ګورمه
اوسم چې خاموشه د تيرو په زندانونو کښې
تورو تورو شپو ، زۀ د صبا لارې ته ګورمه
واړه څهرې ورکې شوې د وخت په غبارونو کښې
چا پسې شوم خاورې دا د چا لارې ته ګورمه
نۀ پرېږدي اعظمه د يادونو محفلونه مې
مخکې مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمه
ډاکـټـر اعظـم اعظـم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

ایک تبصرہ شائع کریں