ډاکتر اظهار الله اظهار

شاعرې

اتوار، 5 نومبر، 2023

ډاکتر اظهار الله اظهار

 




ډاکټر اظهار الله اظهار


ډاکټر اظهار الله اظهار ما نۀ پېژندلو.زما د کتاب د مطالعې ډېر شوق دے.يوه ورځ مې د هغوې یوه هائيکو د فيسبوک پۀ لاره د نظر نه تیره شوه.څۀ داسې وه چې


ما ورته وئيل راځه چې مينه اوکړو

پنډ ئې پۀ سر کړو د خشاک وئيل ئې

تۀ د مړې ګېډې خبرې کوې


دې هائيکو د اظهار صېب ټول شخصيت زما مخې ته کېښودلو او پۀ زړۀ کښې مې دې خواهش غزونې اوکړې چې دې شخصيت سره ليدل خامخا پکار دي خو موقعه مې نۀ موندله.د يو انسان خبرې او تحرير بېشکه د هغوې د شخصيت غمازي کوي.خو زۀ اوس پخپله د چا شخصيت پۀ دې تله نۀ تلم بلکه پوره تحقيق ئې کوؤم چې آيا دا شخصيت پۀ عملي مېدان کښې هم داسې دے کومې خبرې چې د دوي پۀ وينا او تحرير کښې دي.او کۀ نه صرف د ګفتار غازي دے.ځکه چې ما ډېر داسې خلک اوليدل چې د اردو د دې محاورې پۀ مصداق دی چې "ہاتھی کے دانت کھانے کے اور اور دکھانے کے اور"

    روستو مې د دوې د هائيکو دغه کتاب " راته غوږونو کښې بنګړي شړنګوي" هم د بازار نه واغیست او ټول مې د شورو نه تر اخره اولوستو.بيا مې د هغوې نورې بلها شعري  مجموعې( اردو او پښتو) مطالعه کړې او پۀ دې نتیجه اورسیدم چې سړے خو د علامې نه خالي نۀ دے.اول مې ورته د فېسبوک پۀ لاره د ملګرتيا بلنه اوليګله چې فوراً ئې منظوره کړه.

    اظهار صېب د پيښور پۀ تاريخي کالج "اسلاميه کالج" کښې د اردو د شعبې انچارج دے.د عمر تپوس خو مې ترې نۀ دے کړے خو خيال مې دے چې زما نه ډېر کشر دے.د پنځوسو کالو نه لږ زيات عمر به ئې وي.د اردو او پښتو بلها شعري مجموعې ئې چاپ دي.او سدا بهار شخصيت لری.

   کله چې ما خپله دويمه شعري مجموعه"داغونه مې خالونه کړل" چاپ کوله نو يو څو منتخب شعرونه او غزلے نظمونه مې ورته د فيسبوک پۀ لاره اولېګل او پۀ خپل دې کتاب مې ورته د تآثراتو ليکلوخواست اوکړو.اظهار صېب ډېر پۀ مينه خپل پرله پورې تآثرات قلمبند کړل او ما ته ئې د وټس ايپ پۀ لار را اولېږل.کله چې دغه کتاب ما پۀ پېښور کښې چاپ کړو نو د ټولو نه اول د دوې خوا له لاړم او پۀ اول ځل مې ورسره ليدل اوشول.دغه وخت د دوې سره پۀ دفتر کښې نور مېلمانۀ هم موجود وؤ.زما ئې ډېر پۀ مينه هرکلے او مېلمستیااوکړه.فوټو سيشن هم ورسره اوشو.او ډېر وخت مې ورسره تېر کړو.چې واپس راتلم نو د کالج تر غټې دروازې ئې راسره جلب هم اوکړلو.کۀ د لیدلو نه مخکښې مې ورله د کردار پۀ لحاظ پنځوس نمبرې ورکړے وے نو د ملاقات نه پس دغه نمبرې سل پۀ سل شوې.او زما دا تآثر نور هم قوي شو چې اظهار صېب د ملګرتيا کولو څښتن دے.

   اظهار صېب د فېسبک آئ ډي لري او څوک چې فېسبوک آي ډي لري داسې خلک ځان د اولس سره منسلک حسابوي او نېغ پۀ نېغه ورسره خلک رابطه کولے شي.دا خاکسار خلک وي.د دې برعکس صرف پېج استعمالونکي خلک زما پۀ نيزد د مغرورو خلکو پۀ زمره کښې راځي او مغرور خلک د خدائے پۀ نیزد لعنتي خلک دي.

      اظهار صېب خپل د نوکرۍ وخت پۀ غېر ضروري سرګرميانو کښې نۀ تيروي او خپلو طالب علمانو له سل پۀ سله توجه ورکوي.

     د اظهار صېب د طالب علمانو سره رویه د مينې،شفقت،اخلاص او شائيستګۍ بهترينه نمونه ده او ما دا هم اوکتل چې اظهار صېب چې خبرې کوی نو مزاق هم کوي خو پۀ دغه ټوقو ټقالو کښې بل له د مينې او درناوي ورکولو لمن چرته هم د لاس نه نۀ پرېږدی.

   د علم او پوهې سمندر دے.طالب علم ته چې پۀ څۀ موضوع خبرې کوي نو کاغذ ته بيخي نۀ ګوري او د الفاظو ملغلرې ئې د خُلې نه داسې پۀ هنر را اوځي چې اورېدونکے ورته حق حیران ګوته پۀ خُلۀ پاتې شي.ما ورته يو ځل د هغوې پۀ دفتر کښې د هغوې پۀ غوښتنه شعرونه وئيل چې د اظهار صېب نه علاوه څلور پينځۀ نور پروفیسران صاحبان هم ناست وؤ چې زمونږ د سوات ډاکټر انور علي صېب هم پکښې شامل ؤ.چې دا شعر مې اووې چې 


د زړۀ ورته مې نۀ لټ شته نۀ کونډه شته

بې تپوسه ځه راځه ــــــــ پکښې اوسېږه 


      نو اظهار صېب راباندې فوراً سوال اوکړو چې " سراج صېب! دا افر د هر چا د پاره دے.؟" ما پۀ "او جي"کښې جواب ورکړو او ټولو پۀ بړق بړق اوخندل.

   د اظهار صېب دومره ډېرې خوبۍ مې پۀ څو ملاقاتونو کښې محسوس کړي دی. کۀ نور بحث پرې کوؤم نو خبره به ډېره اوږدې له لاړه شي خو لنډه به اووایم چې اظهار صېب د رورولۍ د پاره موذون ترين انسان دے.خاکسار دے.ملنګ دے.ديانت دار دے.پۀ خپلو محدودو وسائلو کښې خوشاله ژوند تيروي.ملګري پالي،د خپلو فرائض منصبي سره پوره پوره انصاف کوي.د نېغې لارې لاروے يو مخے انسان دے.چاپلوسي هډو پېژني نۀ.د پېسو ګټلو د پاره پۀ خپل کردار داغ لګولو ته بالکل تيار نۀ دے.د چا پۀ کار کښې کار نۀ ساتي او دغه ټولې خوبۍ د دوې د عظمت ګواهي کوي.دا د يو لوړ شخصيت نخښې نښانې دي چې د خپل فرائض منصبي سره انصاف اوکړي.پۀ خپلو سپينو جامو داغ او نۀ لګوي.د اولس پۀ وړاندې رسوا،ذليل او متنازعه نشي او خپل رب ته اوچتې سترګې هسکه غړۍ مخامخ شي.

د اظهار صېب عظمت ته پۀ دوه لاسي سلام کوؤم


کۀ لوئے ډاکټر شې یا مفتي شو نو څۀ

کۀ انجنئیر یا سائینسدان ـــــ جوړ شې

د علم زور به دې ــــــــــــــــ هلۀ اومنم

د هر څۀ مخکښې چې انسان جوړ شې


               سراج الدین سراج

                "د شعور انګازې"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف