۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ غزل ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا وطن به ټول دَ لر اؤ بر زما وے
کاش! کۀ چرې دَ شاهين وزر زما وے
چې باطل مې هم قائل دَ صداقت وے
دا صفت چې دَ صديق اکبر زما وے
چې پۀ عدلِ فاروقي وے رب نمانځلے
تېرۀ توره دَ علي حېدر زما وے
چې پۀ لاس کښې سخاوت مې دَ عثمان وے
اؤ دَ کُل جهان دا سيم و زر زما وے
چې محمودِ غزنوي وے بُت شکن وے
چې خالد وے دَ بدر لښکر زما وے
دَ خوشحال دَ فکر شمع راسره وے
دَ رحمان دَ فن کمال جوهر زما وے
دَ حمزه پۀ څېر خواږۀ مې وے غزل کښې
قلندر وے دَ قلم هنر زما وے
هر انسان لکه رانجۀ پۀ سترګو پورې
دَ اظهار ژبه شيرين شکر زما وے
چې دَ پېغلو دَ منګو قطار پرې جوړ وے
پۀ چينه چينار ښائسته ګودر زما وے
خپل زلمي مې ويښول لۀ ډُوبه خوبه
تورانۍ وې دَ وطن سحر زما وے
ګرانه نۀ ده دَ رحيم رحمان لۀ دره
پۀ سجده کښې ورته پروت چې سر زما وے
دُردانه دغه يؤه ئې پۀ سر سترګو
نور دې هېڅ نۀ وے چې بس کوثر زما وے
***
ایک تبصرہ شائع کریں