غزل :
ریاض تسنیم
تـلم او راتـلم اخـر خـالـي مـکان تـه ودرېــدمه.
زۀ چې د ځان نه مرور ووم، ځان ته ودرېـدمه.
دا شپـه زمونږ د بد بختئ حالونه چاته وائي؟
يوه شېبه له ستــورو ډک اسمان ته ودرېــدمه
خـــداے خبر کومې ذائـقي مـې پـۀ زړۀ اؤرېدې
دا چـې د شـونډو د شـکرو کان تـــه ودرېـدمــه
نور د دې ويړ جهان له هر منظره غلے تېر شـوم
ته مې ارمان وى او زۀ خپل ارمان ته ودرېدمـه
حق دے تسنيـــمه ، د باګــرام د پري زادو جادو
راغــلم او څلي د ملنګ رحـــمان ته ودرېــدمــه
ایک تبصرہ شائع کریں