قېصر افريدې / د کاینات هره ادا دې ستا په لاسو کښې وي

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

پیر، 27 نومبر، 2023

قېصر افريدې / د کاینات هره ادا دې ستا په لاسو کښې وي

 


د سبا سترګه شې،ځلا دې ستا په لاسو کښې وي

د  کاینات  هره  ادا   دې  ستا  په  لاسو کښې وي


که د تیارو سره  څه جنګ  وي هغه ما ته پرېږده

ته خو  رڼا  ته شه، رڼا دې  ستا په لاسو کښې وي


کله    چې   کېږي    تعین    د    ارزښتونو    دلته

وایم، د هر یو څیز بها دې ستا په لاسو کښې وي


لکه  څوک  دوه  یاران، خوږمنه شان سندره وائي

زۀ به امین  وایم، دعا دې ستا په لاسو کښې  وي


مونږ  به د  مینې  مشترک  مرام  ته  داسې رسو

دروغ به زۀ وایم رښتیا دې ستا په لاسوکښې وي


که   څه   هم   زۀ   د  باشرفه   زمانې  سړی  یم

زړۀمې درونیسه رسوا دې ستا په لاسو کښې وي


د   محبت   انتها ګانې   بیا    له   ما   نه   واخله

خو دا ګلګونه  ابتدا  دې  ستا  په لاسو کښې وي


دلته   دې   ټول  خلق  د  زړونو  څښتنان ووسي

خو رضاګانې د هر چا دې ستا په لاسو کښې وي


دامې دعا ده چې قېصر دې په لفظونو کښې وي

دامې دعا ده چې معنا دې ستا په لاسوکښې وي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف