پښتون په پښتو پېژندے شی
********
څومـره د تعجب خبره چې زمونږ پښتـو په شتـۀ ژبه کښې ناشتۀ ده او په ژبو کښې ورستو پاتې ده او ځان يئ د څۀ نوم پیدا کولو جوګه نۀ کړو هم پـه دې وجه زۀ سوچ او فکر اخستے یم چـې زمونـږ پښتـو ورکیدونکې ده او که دا حال وی نو راتلونکے وخت به مونږ معاف نۀ کړی د هغې بنیادی وجه دا ده چې مونږ خپله پښتو ورکه کړې ده
نن مونـږ په خپـله ژبـه وئيلو شرمېـږو مونږ به څۀ ترقی وکړوا و مونږ به څۀ ترقی یافـته جوړ شو
دا څومره د افسوس خبره ده چې پښتون ځان پښتون ګڼی او ځان ته پښتون وائي هغه خپل پلار ورور تـه په اردو یا انګرېزی ژبه کښې خط لیکی خو په پښتو ورته ځان بدی ښکاری د خټک صیب شعر راته مخی ته شي
زۀ پښتون یم تـۀ پښتون ئي یوه ژبه مو شریکه
مورنۍ ژبه پښتو ده بیا يئ ولې دښمانان یو
د خټک صیب په شعر کښې پښتنو ته زورنه ده چې اے پښتنو د خپلې پښتو دښمنان مۀ جوړېږی نن مونږ په خپله د خپلې پښتو دښمنان یو که چرې زمونږ زړونو کښې دا راشی چې ایا زۀ هم پښتون یم او زما خپله ژبه پښتو شته بیا د دې خبرو نه ورستو مونږ دا جدوجهد شروع کړو او خپلې پښتو له د خپل ځان نه سېوا مینه ورکړو نو مونږ به دنیا ته ښکاره شو
نن مونږ په دنیا کښـې پـه جاهـل او په دهشت ګرد قام یادېـږو
زمونـږ پښتون ورور اوس هم د تعلیم د کمی په وجه پـه جاهـل یادېوی نن پښتانه په خپل ملک کښې څوک نۀ تسلیموی
به میډیا باندې د پښتون د ساده والی مزاحیه کردارونه ښایئ او په اروپا هېوادونو کښې ورته په دومره سپک نظر کاتۀ کوی
داسې ورته ښکارې چې تـۀ به وايئ ګنی دا د یلی دنیا مخلوق دے او د هغې هر څه باوجود
هغه پښتون بیا هم خپله پښتو پریږدې او د دغې خلقو هغه کلتور او طریقې خپلوی
نن د یو پښتون بچے خپل د ادب یا د پښتو کتاب له پنځه منټه نۀ ورکوی او موبایلو کمپیوټرته ګهـنټې ګـهنټې تېره وی خو دا احساس ورته چې ایا دا زه څۀ کوم ؟ هم په دې وجه خو د پښتون سر ټېټ دے او په هر لحاظ د نورو قامونو نه ورستو دے د هغې وجه دا ده چې هغه خپله ژبه نظر اندازه کړې ده
ځکه خو نن پښتون بې وسه دے د هر قام شناخت د هغۀ د ژبې نه کېږی خو صرف یو پښتون دے چې هغۀ ته چا پښتون او نۀ وې دا ولې چې هغۀ په خپله د خپلې ژبی نه خلاف دے
ځکه پښتون په انګرېزې ژبه کښې ایم اے کولے شی او خپل د پښتو کتاب نۀ شی لوستے دا څومره دافسوس خبره ده چـې هغه خپله پښتو نۀ پېژنی داسې نۀ ده چې هغه دې نور تعلیم پریږدی نور تعلیم هـم ضروری دے چې دے دنیا ته ښکاره شی د هغې سره سره دې خپله پښتو هم یاده کړی
ځکه چې دا زمونږ مورنی ژبه ده دا دې نه هېره وی
نن زمونږ شاعران ادیـبان ملګری په قدم قدم د پښتون قام د پاره په پښتوکښې کتابونه لیکی او د پښتو ژبی د پاره هلې ځلې کوی خو زمونږ سره دومره وخت نشته چې د هغو ملګرو حوصله افزایئ وکړو د هغوي په قدم قدم ملګرتیا وکړو د هغوی کتابونه وګورو
د پښتو سره یوه واقعه رایاده شوه دلته د سعودی عرب په ښار دمام کښې زمونږ یو ملګرے چې د کمپنۍ په ویزه راغلے وؤ هغه بلکل نوے وؤ او ژبه ورله هم نۀ ورتله ټهیک خبره ده چې د یو نوی تن د پاره دا ماحول بلکل نوے وی د هغې ملګری کفیل چې کله راغے نو د هغۀ نه یئ تپوسونه شروع کړل هغۀ له خو عربی ژبه نۀ ورتله هغه ورته په ماته ګوډه اردو ګښې خبرې شروع کړی زه پسې خواله وراغلم ما ورته اوي چې ستا کفیل ته خو اردو او پښتو یو شان ده ولی چې دے نۀ په اردو پوهیږی او نه په پښتو د ده د پاره خو دواړه ژبـې یو شان دې او بل تاله هم اردو صیـح نـۀ درځی نو خپله پښتو ورسره ولی نـۀ واېئ په خپله مورنۍ ژبه کښې ورته اوایه که تـۀ په خپلـه ژبه شرمېږی هغه تن سر ټېټ اونیوۀ او زمکې تـه یئ کاتۀ دا څومره د افسوس خبره ده چې مونږ ته خپله ژبه بده ښکاري
زما د خبرې مقصد دا دے چې یو پښتون به خپله ژبه کلک ودریږی او په ډاډه زړۀ باندې یو سړے دومره قائله کړی او دا ورته اوائي چې زه پښتون یم او زما پښتو ژبه هم یو وجود لری
روزی خان ناز
کانجو سوات
15 5 2007

ایک تبصرہ شائع کریں