ليک.... جاوېد اقبال افګار /

شاعرې

ہفتہ، 11 نومبر، 2023

ليک.... جاوېد اقبال افګار /

 



د لوئ ليکوال لايق زاده لايق په ياد کښې

ورځپاڼه وحدت پېښور ....... نېټه 11/11/2023


========


د لوئ ليکوال *لائق زادہ لائق* په ياد کښې


ليک.... جاوېد اقبال افګار                                     


لائق خلق په صدو کښې پېدا کېږي

او افګاره تل په زړونو کښې اوسيږې


لائق زادہ لائق  په 15مه جنورۍ کال  1959ء په سوات سيمه  مدين کلي کښې د  محترم  لعل جان میا کاله کښې سترګې غړولې وې.۔ تعلق ئې د اخون خیل قبیلې سره ؤ۔ابتدائی زده کړه ئې دخپل پلارني  کلي هائی سکول کښې تر سره کړې وه او سیکنڈری سکول سرټیفکېټ ئې په فرسټ ډويژن کښې کړې ؤ ۔ د جہانزیب کالج سوات نه ئې گریجویشن کولو نه پس د کراچۍ نه په سیاسیاتو  کښې ماسټر وکړو پس د دې ئې د پېښور یونیورسٹۍ څخه په اردو او پښتو ادب کښې د ماسټر ډګرۍ په خپلې نامې کړې.

 لائق صاحب د خپل عملی ژوند آغاز د ريډيو پاکستان نه وکړو۔او د پی بی سی PBC اکیڈمۍ اسلام آباد نه ئې په کال  1983ء کښې د شپږ مياشتو عملي تربيت کولو نه وروسته د رېډيو پاکستان پېښور ته ولېږلې شو او دلته نه ئې د پروډيوسر په حېث د رېډيو د سفر ابتدا وکړه 

لايق زاده لايق په  اپریل 1984ء کښې خپلو مينه والو ته د پېښور رېډيو نه په اردو او پښتو ژبو کښې کمرشل سروس  په نوم پروګرام شروع کړو۔ کمرشل سروس  يو ٹیلیفونک پروگرام

 " وہ کہیں اور سنا کرے کوئی" په اورېدونکو کښې ډېر مقبول پروګرام ؤ. دې نه پس ئې اردو پروگرام " کہکشاں " وړاندې کړو 

د لائق زاده لائق مشرۍ کښې ګڼو کوبنو، صداکارانو، موسيقارامو، سندر غاړو او د ادب او فن سره تړلو خلقو کار  کړېدی. يوې اوږدی مودې پورې ئې د پښتو پروګرامونه  

" کلےاولس" او ادبي کاروان پیش کړل

 لائق زادہ لائق د موسيقۍ په رموزو او بارېکو هم ډېر زيات پوهه ؤ. د بده مرغه نوي بلډنګ ته د منتقل کېدو په وخت چې کوم ککوړي او سپول په اور کښې ضائع کړې شوي وو هغه قيمتي خزانې تر لاسه کولو په غرض لائق زاده  لائق د لرغونې موسيقۍ پروګرام  " تیر ھیر آوازونه"  شروع کړو۔ دا پروګرام د ریډیو پاکستان پېښور اورېدونکو بېحد زيات خوښ کړو

  لائق زادہ لائق د ریډیو پاکستان پېښور نه د پښتو موسیقۍ کڼ اوازونه معرفي کړي دي ۔حې په هغو کښې نازيه اقبال ، خالد ملک ، وصال خیال او په موسيقارانو کښی  فرخ زېب ، ماسټر علی حیدر ، شاکر زیب او استاد نذير ګل د ذکر وړ دي. هم دا رنګ ئې د پنځه سوه نه سېوا د ادب سره تړلي ښاغلي ملګري د ريډيو د لارې په خلقو پېژندلي دي 

د يوې اندازې تر مخه  د لائق زاده لائق کمې او زياتې اووه سوو پښتو نغمو او غزلو ته  مختلفو ګلوکارانو د اواز خواږه ورکړي دي.  په دغه نغمو کښې زياتې هغه ملي نغمې هم دي چې پکښې  محترم لائق د خپل وطن او قام سره د مينې او عقيدت څرګندونه کړېده. ښاغلې لائق تر يوې اوږدې مودې په پېښور راډيو کښې د پښتو ادب او موسيقۍ خدمت وکړو او د مئي 

د مياشتې په دويمه نېټه کال 2005 ورته د رېډيو پاکستان نوي مرکز کواټ يونټ مشري وسپارلې شوه. په کواټ کښې ئې نوي ټېلنټ ته نوې نوې لارې پرانستې، او د مقامي، اولسي او کلتوري پروګرامونه ئې پئيل کړل. په دغه پروګرامونو کښې د پښتو جوړ تازه چې غنچه ګل او سپين ګل په نامو ئې دوه مرکزي کردارونه وو، ادبي بهير، ستاسو خوښه او رېډيو ميله، د اردو مکس چاټ، ادبي بېټک، ګيت سنګيت او د هندکو پروګرام ماما بنړيا، او "فوار" د ستائېنی وړ دي. او تر  4 م دسمبر2007 پورې ئې په کواټ کښې د سټېشن ډائرېکټر په حېث د کواټ د ادب او فن خاوندانو ته د مينې او خلوص خواږه ورکړل  وروسته په 2007 ء کښې ورته د بهرنو نشرياتو څانګې ډپټی کنټرولر ذمه وارۍ وسپارلې شوې. 

۔ لائق زادہ *لائق* 2008 ء کښې  ډپټی کنټرولر په حیث  ھوم سروسز، پی بی سی ہیډ کوارټرز اسلام آباد کښې د ډپټي کنټرولر په حېث خپلې ذمه وارۍ تر سره کړې. په 2010ء کښې د ایف ایم 101 پېښور مشر وټاکلې شو. او د انچارچ په حیث ئې نوي نوي او په زړه پورې پروګرمونه  پېل کړه.  دغه پروګرامونه ئې په مقبوليت کښې د اضافی او ودې باعث وګرځيدل

 

 لائق زادہ لائق په 5 مه جنورۍ 2011 سټیشن ډائریکټر ریډیو پاکستان پیښور وټاکلی شو چې تر 6م جولائۍ 2011 پورې ؤ۔

د جولايۍ د مياشتې کال 2011 په  صدر دفتر آسلام آباد کښې ورته د ډپټي کنټرولر درانه ذمه واري وسپارل شوه

 لائق زادہ لائق په  19مه جولائۍ 2012 ء يو ځل بيا د ریډیو پاکستان پېښور  سټیشن ډائریکټر وټاکلې شو ۔ او تر  19م دسمبر 2012 د سټیشن ډائریکټر په څوکۍ ؤ. په 20 م دسمبر 2012 ء ورته 

د  ریډیو پاکستان پېښور  د ريجنل ډائريکټر په عهده ترقي ورکړې شوه.او تر  20م اګست 2013 ء ئې په دغه څوکۍ کار وکړو ۔ لائق زادہ  لائق صاحب په 29م اګست 2013 د ریډیو پاکستان ایبټ اباد سټېشن ډائرېکټر وټاکلې شو. په رېډيو پاکستان ایبټ اباد کښې ئې د خپلې تجربي په بنسټ پروګرامونه  په نوو رنګونو ښائسته او رنګين کړل. په نوو پروګرامونو کښې ئې د انګازې په نوم پروګرام د ستائېنی وړ دی په دې پروګرام کښې پښتو او هندکو صدا کارانو په مقامي کلتور خبرې کولې او په ټولنې کښې د شخړو اصلاح او شعور خورولو هڅه کوله. په دغه موده کښې ئې نوي ځوانان او پیغلې د رېډيو او د اواز د لارې په خلقو وپېژندل. صداکارانو او مسودې ليکونکو ته ئې په ښه کارکردګۍ ايوارډونه ورکړل او  د "رېډيو پاکستان ایبټ اباد کي اواز"  په نوم ئې يو مجله چاپ کړه

لائق  صاحب تر 21م  نومبر 2014 ء په اېبټ اباد کښې په دغه څوکۍ ؤ او په ړومبي

 دسمبر 2014ء د آزاد کشمیر مظفر اباد رېډيو سټېشن ډائرېکټر وټاکلې شو۔

لائق صاحب د 2005 د زلزلې په جړکونو متاثره ,مات ګوډ  سټشن په ودانۍ  کار شروع کړو. د شپې ورځي په محنت ئې وران ويجاړ بلډنګ ته نوې ژوند ورکړو. تر ړومبي  دسمبر 2016 ء پورې په دغه څوکۍ ؤ او په 

 13 دسمبر 2016 ء يو ځل بيا ورته په رېډيو پاکستان پیښور کښې د ریجنل ډائریکټر څوکۍ وسپارلې شوه چې 2 م اکتوبر 2018 ئې  په دغه عهده او څوکۍ کار وکړو.

 لائق زاده لائق په اکتوبر 2018 ء  د ریڈیو پاکستان په صدر دفتر آسلام آباد کښې ڈائریکٹر پروگرامز وټاکلې شو۔او د ریڈیو پاکستان په اداره کښې 37 کاله په اعلی عهدو او په مهمو څوکو کار کولو نه پس  په کال 2020 کښې د کنټرولر په عهده پنشني شو

لائق زادہ لائق صاحب 2010 ء کښې د  یورپ دوره  وکړه. په دغه دورو کښې ئی د مختلفو هیوادونو لکه بیلجیئم فرانس ، جرمنی  ہالینڈ ، چیک ري پبلک دورې شاملې دي. لايق صاحب ستر او مشهور د برلن ديوال 

  ،وائس آف جرمنی  مشال ریڈیو پراګ او د چیک ری پبلک  تجرباتی دورې وکړی.  مشال ریډیو ته ئې په پښتو ادب تفصيلي انټرويو ورکړه

لائق زادہ لائق د ملائیشیا په ستر ښار کوالالمپور کښی په

 جوړي شوو ورکشاپونو  کښې هم ګډون وکړو 

۔ لائق زادہ لائق د ریډیو پاکستان په اعلی عهدو کار  کولو سره  سره په  95۔ 1994ء کښې 

 د کشمير او شمالي سيمو,  صحت ,بهبود آبادۍ او د ریلوے وفاقي وزير ارواښاد افضل خان لالا سره د  پرائیویټ  سیکریټری په حېث  کار کړې ؤ. 

  د يو ليکوال په حېث ئې په کال 1971ء کښې يو  مقامی اخبار له ليکل شروع کړي وو د دې تر څنګ ئې ریڈيو پاکستان او ايف ايم 101 پېښور ته  500 نه زياتې ډرامې ليکلې وی 

هم دا رنګ ئې د پاکستان ټېلي وېژن او پرائيوېټ چېنلو نه ئې بې شمېره ډرامې خورې شوې وی کم او زيات پنځوس پښتو فلمونو ته ئی په زړه پورې سندرې ليکلي وې.

لائق زاده لايق دغه سندرو او عوامي شاعرۍ په برکت په اولس کښې ځان له يو ځانګړی نوم پېدا کړې ؤ

 لائق زادہ لائق په ژوندوني د څلوېښت نه سېوا  کتابونه چاپ کړي دی. د کتابونو تفصيل ئې څه دا رنګ دی. محنت کا پهل د ماشومانو لپاره قيصه،  ګيلې

شاعري، ويښ خویونه شعري ټولکه، ګل بانو ظف. خان د سوات يو اولسي منظوم قيصه، ضلو عليه و اله نغتيه او ايوارډ يافته کتاب، راځۍ چې بيا وخاندو د معياري لطيفو کتاب، ستا په نوم شاعري،  ډالۍ د علي خان بابا او عبډالحميد بابا انتخاب، ديوان احمد ډين طالب،

اوښکو او لمبې د " ميں نے کشمير جلتے ديکه" پښتو ژباړه ا، مشکڼی د شاعرۍ دريم کتاب، ماته ائينه د اتلس افسانو ټولګه ، لېونتوب شاعري، جلوې نغتيه او ايوارډ يافته کتاب، لېونۍ سندری د ادب په چوکاټ کښې د سندرو او نظمونو کتاب ،ډاکټر کبير ستورے، ژوند او مبارزه،،،

ما هېرولې نه شی په لنډ بحر کښې د غزلو مجموعه، اے ګنبد خضری نغتيه او ايوارډ يافته کتاب ، فنکار نه مري درې ټوکه،

ماته ائينه د افسانو ټولګه ،

راز او نياز په لنډو بحرونو کښې نعتونه ، ته به ما يادوې شاعري،

شليډلي تارونه د مکالماتي افسانو ټولګه ، خوبونه تعبيرونه اروپائي ملکونو سفر نامه، لا خو دې تصوير نيمګړے پاتې دے شاعري، فن سے فنکار تک،

The broken mirror

د "ماته ائينه"  انګليسي ژباړه،

الصلوۃ والسلام نعتيه مجموعه ،

بائللے داؤ په پښتو ادب کښې د 120 افسانو ړومبی کتاب ،

مينه سندره شوه د ملي نظمونو مجموعه ، د حجاز په لور په مکې او مدينې کښې د تېر کړې nشوي وخت حال، جلوې خوری شوې د نبي کريم صلی الله عليه و اله وسلم د سپېځلو معجزاتو ټولګه، وه ايک شخص د خپل ژوند قيصه، د لفظونو ساندې د قطعاتو مجموعه ،تضاد د نظمونو ټولګه چې ئې پکښې په ټولنې د زړه د خلاصه  ټکونه کړي دي ،

پښتو موسيقي پرون او نن، بې خودي نظمونه ، په اردو ژبې کښې " لمحے جو کہانی بناتے گئے " چې ئې په کښې سل يادګاري عکسونه هم خوندي کړي دي او د وطن سندری ملي نظمونه د ذکر وړ دي 

لائق زادہ لائق د "نبض شناس" په نوم د مستقل کالمونو په شمول د 300 نه زياتې په مختلفو  کتابونو سريزې هم ليکلې وې. 

لائق زاده لايق په مختلفو ورځپاٹو او په خصوصي توګه فېملي مېګزين کښی ګڼې علمي ادبي او تحقيقي مقالې هم چاپ شوې دي

لائق زادہ  لائق ته اعلی خدمتونو  اعتراف کښې قامی او بین المللي  ادبی تنظیمونو له اړخه په درځنونو ایوارډونه

 ورکړې شوي دی او د پاکستان حکومت  له طرفه هم ورته په درې نعتیه مجموعو قامی سیرت ایوارډونه ورکړې شوي دي

 په اولنۍ مجموعې "صلو علیه وآله " ئې د پخواني صدر غلام اسحق خان نه په 1991ء کښې  په ډوئمې  نعتیه ټولګي" جلوې" ئې د پخواني وزیر اعظم  شوکت عزیز  څخه په 2006 ء کښې او په دريم  نعتیه کتاب" اے گنبد خضرا " ئې د پخواني وزیراعظم  سید یوسف رضا ګیلانی نه په  2010ء کښې قامی سیرت ایوارډ تر لاسه کړې دې ۔ 

 لائق ذادہ لائق ته په  اعلی خدماتو د قامی اور بین المللي کچ مختلف ایوارډونه ورکړې شوي دي. لکه بیسٹ پلاننگ پروڈیوسر ایوارڈ 1990 د رېډیو جکارتہ انڈونیشیا له اړخه، انٹرنیشنل ادبی کانفرنس کوئټه پاکستان حکومت له طرفه 1991 ګولډ  میډل ،  پښتو ادبی ټولنه یو اے ااي 2001 ء سټار ایوارډ ، ساوتھ ایشین پبلیکشنز ایس اے پی 02۔2001ء , پانیئر ایوارډ ، پی بی سی 2006ء ،  بیسټ لټریري ورک ایوارډ 2007ء پاکستان پختو ادبی ټولنه ، دوها قطر   رحمن بابا ، خوشحال خٹک ایوارڈ  ، اباسین آرٹس کونسل پېښور  2009 ء او2011 ء ، تکړه نغمه نګار  ایوارڈ اے وی ٹی خیبر  2010 ء اسلام آباد نه،  نامتو شاعر ایوارډ 2010 ء ګورنمنٹ خیبر  پښتونخواه ، پاکستان، پیس (امن) ایوارډ 2008 ء انټرنیشنل پیس لورز فورم ، بیسټ پیس پوئټ ایوارډ  2012ء  ہیلپ آرگنائزیشن, ایکسیلنس ایوارڈ ، پی بی سی ایوار 99-1998 ، 2000-1999ء ، او 2001- 2000ء , بیسټ پښتو سانګ رائټر  ایوارډ 2010 ء کلچرل سوسائٹی خیبر پختون خواہ پاکستان، د پښتو  بشپړه خدمتونو په اعتراف کښې ورته پاکستان حکومت په کال 2014 کښې صدارتي اېوارډ تمغه امتياز ورکړې دې. 


ورکړې دې. 


لايق زاده لايق د ګڼو ادبي ټولنو باني اوچیئرمین ؤ

45 کاله ئې د پښتو کوم خدمت کړی دی د سرو په اوبو د ليکلو جوګه دی او د ليکلو د پاره يو کالم نا د کښلو د پاره به  ورته د کتابونو ضرورت وي.

لائق صاحب ته د فاني نړۍ څخه تلو نه څو ورځې وړاندې د پاکستان د ادبياتو اکاډمۍ اسلام اباد نه د هغوي په کتاب د وطن سندری د کال 2021 خوشحال خان خټک ايوارډ اعلان شوې دې


لايق زاده لايق د ګڼو ادبي ټولنو باني اوچیئرمین ؤ او 45 کاله ئې د پښتو کوم خدمت کړی دی د سرو په اوبو د ليکلو جوګه دی او د ليکلو د پاره يو کالم نا د کښلو د پاره به  ورته د کتابونو ضرورت دی ۔

د پښتو ژبې ستر شاعر ، ليکوال، ډرامہ نګار ،افسانه نګار ، څېړنکار  ، پخوانی اسټیشن ډائریکټر ،  پخوانې رومبې پښتون ډائریکټر پروګرامز ، پخوانې کنټرولر لائق ذادہ لائق په 30م اکتوبر 2023‌ د زړه د درد څخه په 64 کاله په عمر کښې په ابدي خوب اوده شو.

        إنا لله و إنا إليه راجعونَ‎۔

ارواښاد لائق زاده لايق په 30م اکتوبر 2023 د زرګونو خلقو موجودګۍ کښې په پلارنۍ مړستون  مدين کلي کښې خاورو ته وسپارلې شو. ياده دې وي چې د ارواښاد  په حيات اباد کمپليکس پېښور کښې د زړه اپریشن شوې ؤ خو  سودمند . ثابت نشو، د  رېښتوني لائق د پښتو ژبې او ادب په حوالی سره دومره خدمتونه ډي چې د هر پښتون په زړه کښې به ژوند کوي

لايق صاحب هر ادبي دستورې ته د رسیدو هڅه کوله او دستورو ته به ئې ښکلا بخښله. څو واره اټک ته هم راغلې ؤ. د اټک شاعرانو سره به ئې ډېره ، بې کچه او بې لوثه مينه کوله


په اخر کښې دا شعر


وينه دې ادب ته مونږ ته مينه دې راکړېده

ځکه يادوي دې په اټک کښې هر سړی


الله پاک جل شانه ئې مغفرت نصيب کړه. جنتونه ئې نصيب شه او ګور ئې د نور څخه ډک شه

امين

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف