صاحب شاه صابر ) ...ليک.. لعل بادشاه خيالي

شاعرې

جمعہ، 10 نومبر، 2023

صاحب شاه صابر ) ...ليک.. لعل بادشاه خيالي

 



(زۀ او صاحب شاه صابر ) .....  لعل بادشاه خيالي 

هسې خو صاحب شاه صابر سره زما ډېر ملاقاتونه شوي دي خو دلته صرف د دوه ملاقاتونو ذکر کؤل غواړم، ورومبے ملاقات مې ورسره خوا او شا څلور دېرش کاله وړاندې پېښور پوهنتون(۱۹۸۹) کښې شوے وۀ. دغه وخت زۀ خپل څه ضروري کار پسې پېښور پوهنتون ته ورغلې اوومه، او هغه هم خپل څه کار پسې پوهنتون ته راغلے وۀ. ما پرې سلام وکړو، السلام علیکم. زۀ لعل بادشاه خيالي يمه. ښاغلي صابر صیب راته په غور وکتل، د سلام د ځواب نه پس ئې ووئيل، ته خيالي نه يئ. ته خو زلمے هلک يئ ، ماخو خپل ذهن کښې دا نقشه جوړه کړې وه چې خيالي به د عمر په لحاظ زمانه مشر وي ، ما ورته ووئيل دغه ستاسو وړاندې ولاړ يمه، خيالي يمه. لږ وخت د ګپ شپ نه پس له يو بله جدا شو. ددغه نه پس زما او د صابر صیب ډېر ګڼ ملاقاتونه شوي وو .

يو بل ملاقات مې ورسره هم د پېښور پوهنتون پښتو ډيپارټمنت بر امده کښې هاغه وخت وشو چې زما وادۀ ته لا ديارلس ورځې پاتې وې. په لاس کښې مې د خپل وادۀ لس  بلنه کارډ نيولي وو چې د پېښور نذدے شاعرانو ملګرو ته بلنه ورکړم . ښاغلے صابر د چا په انتظار په کرسۍ ناست وو ، ما ورله د خپل وادۀ کارډ ورکړو او زباني مې ورته هم ووئيل چې دا بلنه کارډ واخلئ، خو دا خيال کوئ چې وادۀ بلې جمعې په ورځ ( 10م جون 1994) دے. هسې نا راروانې جمعې له راشئ. ښاغلي صابر صیب راته په ځواب کښي ووئيل. ګوره خيالي ماشوم نۀ يمه خو چې کارډ دې راکړو نو بيا د زباني دعوت راکؤلو څه فائده. بس خو دې کارډ کښی به ئې هر څه ليکلي وي، کارډ ته به ګورم او وادۀ له به درځم . 

په راروانه جمعه سحر لس بجې کور ناست اوومه. د کور ټلۍ ووهلې شوه. څه ګورم چې ښاغلے صابر صیب په کوڅه کښی ولاړ دے. ماته ئې ووئيل يا هلکه خيالي دا لا څنګه وادۀ دے. خلق په ودونو کښې رنګينې کاغذي نخښې لګوي . تا خو په خپله محله کښې نخښې لګولي نه دي، ما ورته ووئيل صابر صیب تاسو له خو ما کارډ هم درکړے وو او زباني مې درته هم وئيلي وو چې زما وادۀ راروانه جمعه نه دے . په 10م جون 1994 وادۀ دے. تاسو يوه هفته وړاندې راغلئ . ښاغلے صابر صیب راته ووئيل چې بس زما دا نن راتلۀ قبول کړئ. زۀ بلې جمعې ورځ له راتلے نه شم . 

يو کپ چائې ئې وڅکله. ما ورته ووئيل تادي مه کوئ ‌. ډوډۍ به وخورئ. بيا به ځئ. هغوي ډوډۍ ته ايسار نۀ شول . 

الله دې ښاغلي صاحب شاه صابر صیب له جنتونه ورکړي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف