غزل
سعید ګوهر
هو! په خندا کې، په ژړا يم شايد
زۀ د باران په شپه پېدا يم شايد
واړه نړۍ غواړم په امن ژوندۍ
خو پخپل حق کې زۀ ښېرا يم شايد
لباس، درواغ او شېطانت دی پکار
د ډېرو نه يم خوښ، رښتيا يم شايد
ستا د دنيا چندو پروا نه کوم
زۀ پخپل ذات کې يو دنيا يم شايد
څنګه تخليق يم د معنا له اړخه
نه زۀ د ځان يم او نه ستا يم شايد
په ترحّم کې لکه پرخه واوره
په تشدد کې انتها يم شايد
خدای د زيارت هومره عزت راکړی
ستا په کتاب به ناروا يم شايد
پرون تحريک وم لکه ساه او هوا
نن التوا او التوا يم شايد
لکه ستا سترګې، لکه اوښکه ستوری
لکه غمی، رڼا رڼا يم شايد
ګوهره! هر يو ساه نيولی ناست دی
ډېر په اخلاص نغمه سرا يم شايد
ایک تبصرہ شائع کریں