نوموړو پښتنو شاعرانو معیاري کلامونه انګریزي ژبې ته ژباړل یو

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

پیر، 27 نومبر، 2023

نوموړو پښتنو شاعرانو معیاري کلامونه انګریزي ژبې ته ژباړل یو

 


ضياء الدين يوسفزے


د نوموړو پښتنو شاعرانو معیاري کلامونه انګریزي ژبې ته ژباړل یو ګران او لطیف کار دې. دا د هر چا د وس خبره نه ده.

دا صلاحیت او هنر په ډیرو کمو خلقو کښې موندې شي.  ګران ملګري همایون مسعود صیب ته په پښتو او انګریزۍ دواړو ژبو ښه عبور حاصل دې . د دوي څه ژباړې ما مخکې هم لوستې دي.ډیر د اعلی معیار دی. محترم همایون صیب د پښتنو تخلیق کارو فکر او فن د دنیا سره شریک کړې دې. The Golden Treasureد هغوی د پنځلسو کالو د زیار نتیجه ده . باید چه د ادب هر مینه وال او په خصوصی توګه د پښتو او انګریزی ادب طالب علمان دا کتاب ضرور اولولی . 

هغه ټولو ښاغلو شاعرانو ته مبارکي وایم چه کلامونه یې په دی ژباړه کښې شامل دي. د خان ګل دا ګټه ور کار د هغوي ته او مونږ ټولو ته مبارک وي.


قېصرافريدې


څنګه چې په سوداګریزه ساحه کښې درامد او برامد دواړه خپل خپل اهمیت لري، په نړېوال کچ څوک زمونږ ضرورتونه پوره کوي او د چا ضرورتونه مونږ.پوره کوو بیخی په دغه مصداق په ادبي مېدان کښې په دوه اړخیز ډؤل د ژباړو د اهمیت او ضرورت خبره ده ـ د نړېوال ادب نه ژباړې کول که مونږ د نړېوالو د سوچ او فکري سطحې نه خبروي نو د خپلې ژبې او ادب نه نورو ژبو ته اثار ترجمه کول دا معنا لري چې نړېوال دې هم زمونږ ادب او ادبي خیالاتو له پاملرنه وکړي ـ اقبال زمونږ د اتل خوشحال د ادبي خیالاتو نه په لندن کښې د ترجمې له لارې خبر شوی او مستفید شوی وۀ او بیا ټول عمر د خوشحال بابا معتقد پاتې شو ـ

محترم همایون مسعود انګرېزي ژبې ته د پښتو د شعري آثارو د ژباړلو یو دومره اهم او د پام وړ کار ترسره کړو چې مثبتې پایلې به یې تل محسوسولی شي ـ زۀ په دې لوې ادبي کردار Hamayun Masaud  ته تحسبن او مبارکباد وایم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف