غزل :
روښان يوسفزے
هر ښکلي ته وايم ستا دلبر يمه
خدايه دا په کومه بلا سر يمه
سر ګآڼه کووم خو څادر نۀ بائيلم
زۀ د پښتني ټاټ جوارګر يمه
ما باندې يارانو کرښې مۀ راکښئ
زۀ خو د هر چا يم پیښور يمه
اے زما رقيبو ګوړې مۀ ویشئ
تندر که نيولے يم خو نمر يمه
ما د غريبۍ خاوره خوړے نه شى
اوسپنه خو نه يمه سرۀ زر يمه
Post a Comment