طاهر کلاچوي /د بڼو لاندې کتل هم هنر غواړي

شاعرې

Thursday, November 2, 2023

طاهر کلاچوي /د بڼو لاندې کتل هم هنر غواړي


 

کلام  : طاهر کلاچوي


د بڼو لاندې کتل هم هنر غواړي

په حيا حيا خندل هم هنر غواړي


لکه  پرخه د  نرمۍ  له  برکته

په ګلونو خوب کول هم هنر غواړي


کس نا کس چې په درنه سترګه دې ګوري

داسې عمر تېرول هم هنر غواړي


ياره ستا د سخنګو سترګو په مخکښې

د زړۀ حال ظاهرول هم هنر غواړي 


اوتې بوتې خو هر څوک ليکي طاهره!

خو ليکل د ښۀ غزل هم هنر غواړي


         

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف