هما له خپلې خاورې باسې ما په ﺯوره بيلوي
غليم څومره ستمګر دى ورور له وروره بيلوي
دا مورکۍ چې په ژړا ده او لادونه يې ترې بيل کړل
دا خورکۍ پلار پسې ژاړي دا سرتوره بيلوي
پېښورى اشنا راپاڅه کابلى يار ته غيږ ورکړه
اشنايان مو ټول روان دي تاسو نوره بيلوي
نن ﺯما بيوسي ويني ما له خوږ ګوتې نه نيسي
نړوي راته جونګړې،مونږ بې کوره بيلوي
مشکورجانه ورته وايه نوک له وري کله بيلېږي
افغان څنګه له افغانه دا سرﺯوره بيلوي
(بادشاه الدين مشکور)
📜 خپله غزل او عکس راولېږئ
ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

Post a Comment