سعید ګوهر / دا څه زندګي ده چې تېريږي د خوبونو په دنيا کې

شاعرې

جمعہ، 10 نومبر، 2023

سعید ګوهر / دا څه زندګي ده چې تېريږي د خوبونو په دنيا کې

 




غزل 


سعید ګوهر 


دا څه زندګي ده چې تېريږي د خوبونو په دنيا کې

دومره تاريكي ده چې ځان نه وينم د اوښكو په رڼا کې


خپل مړی اخستی را روان يم رنګ د ځان په وينو باندې

څومره تنهائي ده د احساس د توري شپې په كربلا کې


نه چرته ژوندون نه حرکت ، لكه ويجاړه هديره زړۀ

داسې خاموشي ده نن صبا زما د ښار په شاوخوا کې


نه شو زما نه شو اُومې نه موندو د سر په بيعه باندې

ای د زړۀ خريده ! تاواني شومه د مينې په سودا کې


دا زما په كور کې ، دا زما د كور په وران غولي کې نن شپه

څنګه خوشبوئي ده ، چرته ستا زلفې خورې دي په هوا کې


څه به اوبومه تږی زړۀ په سراب باندې، څه به ځمه

يو خو تشنګي ده ، بله ټكنده غرمه او په بېديا کې

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف