روغانے بابا / اﷲ چغه د تکبير د حيدر را

شاعرې

اتوار، 12 نومبر، 2023

روغانے بابا / اﷲ چغه د تکبير د حيدر را

 




اﷲ چغه د تکبير د حيدر را

توان موقع د حق بيان پۀ منبر را


چې پرې زړونه کړمه مُوم د سنګدلانو

پۀ ګفتار کښې مولٰي داسې اثر را


چې د وخت جبر برداشت کړمه سبحانه

د فولادو راله زړۀ او ځيګر را


چې پرې اورسم د حق اعلٰي مقام ته

لويه خدايه د خيال داسې وزر را


چې ديدن د صداقت اوکړم کريمه

د زړۀ سترګو له مې داسې نظر را


چې پرې رد کړم نظريې د ګمراهانو

عليم ذاته فکر داسې ژور را


روغاﻧᄀ دې د کرم پۀ انتظار يم

الٰهي د خوشحالۍ يو خبر را


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف