خالد اورکزے /

شاعرې

اتوار، 12 نومبر، 2023

خالد اورکزے /

 



د خپل ځان سره مې ورانه کړله ځانه

زندګي مې درته ګرانه کړله ځانه


ما د ژوند ضرورتونه ټول تس نس کړل

د خيال دشته مې ودانه کړله ځانه


تش جسد دې بيابان ته حواله کړم

ساه دې هم رانه روانه کړله ځانه


په تحويل کښې مې خپل روح وهم ته ورکړو

ستا دپاره مې اسانه کړله ځانه


خالد جان ځکه شکي شوم چې دا څوک دے؟

چې تيارۀ يې بازبانه کړله ځانه



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف