پـه دې دومره لوې جـهان کـښي
زمـا څـــه وو خــو يــؤ تــۀ وے
او تـۀ څـۀ وے پاس آسمان وے
دَ جــهان نـــه راتـــه ګــران وے
راتــه خــوږ لـــکه اېـــــمان وے
چــې تـــه راغـلې هـر څۀ راغلل
چــې تــۀ لاړې هــــر څـــۀ لاړل
وس پــه شــان دَ لــېونــو يـــم
کـله یــؤ ځـائے کـله بــل ځــائے
سودائې غونتې کښې ناست یم
پـاس دې لـؤې آسـمان تـه ګورم
دا يـؤ څـو ټـکـې مـــې خـــېژي
آســوېــلــو ســره دَ خُلــــې نـه
چــې زمـــا دَ خُلــــې نـوړئ دي
ولــې؟ ولــې؟ بـل لــه ورکـــړه
تــۀ خــبــر ئـــې دَ زړۀ ســـــره
وس مــې سـتا انـتظار پریخود
وس دَ مـــرګ لارو تـــه ګــورم
وس دَ مـــرګ پـــه انــتظار یم
#فنـــــــــکار لېونے
ایک تبصرہ شائع کریں