جنت
کۀ د زمکې ملکیت د مملکت شي
د اولس د ستونزو حل پۀ حکومت شي
کۀ سرکار د مور او پلار کردار ادا کړی
رعایا ئې د اولاد پۀ حیثیت شي
کۀ دنیا ټوله د یو کالۀ کوړمه شي
خوشالی به پۀ کلهم انسانیت شی
اقامې وېزې پاسپورټ لۀ مينځه اوځي
څوک چې چرته ځي د تللو اجازت شي
محرومۍ او بې وسۍ به پکښې نۀ وي
د صحت تعلیم روزګار کۀ ضمانت شي
پۀ هر خواه به مینه مینه شي سراجه
دا دنیا به پۀ ژوندوني یو جنت شی
سراج الدین سراج
"پهې پۀ پرهر"
ایک تبصرہ شائع کریں