غزل
پیر محمد کاروان
اننګي ئې دومره سره په څۀ سبب دي؟
عجيبه ده جنتونه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
وې ئې سترګې مې درياب دي درومه وړي دې
ما وې نه ځم عادتونه مې د کب دي
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
پير محمد کاروان
ایک تبصرہ شائع کریں