بار ديګر
________________________________
ته ډېر ښکلی یې خو ستا قصه برباده
له عجبه کربه ډک ژونده نیمزاده
هرې خوا نه په زړو پیمانو لګم
ذوقه نوې پیمانه مې کړه ایجاده
یا تور ټانک په ښېښو خیژي بل شان شور دی
یا له بدې ورځې اوځم له هېواده
تانه څوک ګېله کوي نوکر سړی یې
ته لېمو کښې اوښکې مه ساته جلاده
چې کداله چلوې نړوې غرونه
اوس. هفه زمانې چرته دي فرهاده
دومره زر څنګه زړۀ غواړې مسلمانه؟؟
دومره زر خو لاس نه وینځم له جایداده
په قصې پورې اړه لري ممتازه
زما هره قصه نه اوځي له یاده
ایک تبصرہ شائع کریں