زۀ ګورم د ستا زړۀ کې یې ځای شته، که نشته نشته

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

منگل، 24 اکتوبر، 2023

زۀ ګورم د ستا زړۀ کې یې ځای شته، که نشته نشته


 

#دېوالونه
ــــــــــــــ
مشر وهمي اورکزي صېب نه دوه نړۍ مننه چې خپل #دېوالونه کتاب یې راته ډالۍ رالېږلی ـ

دېوالونه کتاب پۀ درو برخو مشتمېل دی،
اولنۍ برخه؛  غزلونه....
دوایمه برخه؛ نظمونه....
دریمه برخه؛ قطعې....
دا هغه معیاري کتاب دی چې د قاري لوستونکي  پۀ ذهن بوج کېږي نا، نوره  زۀ خپله تبصره پۀ دي یوه جمله رالنډه ؤم چې، هغه د چا خبره(که روپۍ واړه ده، خو پۀ تول پوره ده) دېوالونه معیاري کتاب دی حتمن یې ولولی، 

 #انتخاب

لۀ خپـــــــــلو ستړیو اندامونو ستوماني وباسي
څانګې چې  یخو  هواګانو  کښې، غزېږي اورې؟

&
د معنې غوندې د ټکي اندرون کې مې ځان بیاموند
خپله کـــــــړي  مې  څۀ  داسې   معجزه  ده،  د رڼا

&
که دروغ وایم، نو هم د ایمان زیان دے
 که ریښتیا وایم،  یاران  پۀ څنډې کېږي

&
چې ستا د نرګسي سترګو ښکلا کې بۀ شؤم ورك
دګرد  غوندې  بۀ  لاړم،  پۀ خلا  کې بۀ شؤم ورك

دنیا کښې  داسې  ؤم،  لکه  د بلې  دنیــــــــا فرد
دنیا کې زما  څوك وو؟  که دنیا کې بۀ شؤم ورك

ژوند څۀ  وۀ؟ یؤ هجوم کې وو  د ځان پېداکؤل
د ځان  پېداکـــــــــــــولو  مدعا کې بۀ شؤم ورك

زما پۀ  دي!  لوئ غم کې  بۀ ټول کلی وۀ  شریک
دغرونو بۀ فنا شؤم، که یو خوا کې بۀ شؤم ورك

چې تلم عبث به تلم ،  بېرته به  نۀ  راتلم  وهمي
یؤ غږ د بې وسۍ ؤم،  او  هوا کې بۀ شؤم ورك
&
نظم  
 (شجره)
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
چې شجره دې قتـــــــلؤم، نوم او نشان دې وژنم
روح دې بې ځایه  ځورؤم،  د زړۀ ارمان دې وژنم

زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
که چرته مړ شوم د ژړلو بۀ مې څـــوك هم نۀ وي
د جنازې  د کټ د وړلو بۀ مې څـــــوك  هم نۀ وي

زۀ ښۀ خبر یم ولې نۀ یم خبر؟
یوه خور جانه بۀ مې څو روپۍحېرت کې ورکړي
یؤ څو غزلې او نظمونه بۀ مې سخات کې ورکړي

زۀ ښۀ خبر یم  ولې نۀ یم خبر؟
ما ائېنه  کښې د تقدیر  خپـــــــــله  جوثه لیدلي
او د جوثې  شاته  مې  غرقه  تلــــــوسه!  لیدلي

زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
خو  زۀ  یوازې لالهاند  او ژوند  نه مات ښۀ یمه
پلاه! بچے  دې یمـــــه،  وبخښه  میرات ښۀ یمه

&
قطعې

رڼا راؤړم، تنویر راؤړم، زۀ راغلم تۀ راځه
یؤ فکر همه ګیر راؤړم، زۀ راغلم تۀ راځه

اخر بۀ  لاره  پرانیزم  وهمي! د تغیــــــــر
تقدیر لره، تدبیر راؤړم، زۀ راغلم تۀ راځه

&
زۀ ګورم د ستا زړۀ کې یې ځای شته، که نشته نشته؟
تۀ وایه  مخاطبه!  چې  خدای  شته،  که نشته نشته؟

دا بشپړ کائېنـــــــــات چې یې  وجود صورت موندلی
لړۍ یې  راز  لري،  که یې  پای شته،  که نشته نشته؟
&
د انا خول کښې نښتیه، رابهــــــر شه
پۀ خپل ذات کښې ننوتیه، رابهــر شه
 رابهر شه پۀ دېوال سر رابهـــــــر کړه
اے پۀ خوئ خصلت پُروتیه، رابهر شه
ـــــــــــــ
پۀ درنښت
مسرور اورکزے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف