فضل ملک ایهاب / مینه کوومه هر انســــان مې خوښ دے

شاعرې

منگل، 31 اکتوبر، 2023

فضل ملک ایهاب / مینه کوومه هر انســــان مې خوښ دے

 


غزل


په ګل مئین یم ګلستـــان مې خوښ دے

مینه کوومه هر انســــان مې خوښ دے


چـــــې د سپــــــرلي په نزاکت پوهه یم

اووایم څنکه چې خزان مې خوښ دے


چې د رقیب په وړاندې خانـــــدي راته

په دې ادا باندې جانـان مې خوښ دے


مه کړئ د نورو هېـــــوادونــــــو صفت

یمه پښتون پښتونستان مې خوښ دے


کــــــوټې د خـــــاورو څــــڅوي ایهابه

ویلې نه شم چې باران مې خوښ دے


فضل ملک ایهاب

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف