اکبر سيال /دا کاڼي کاڼي غرونه دا درې جوړول غواړي

شاعرې

منگل، 31 اکتوبر، 2023

اکبر سيال /دا کاڼي کاڼي غرونه دا درې جوړول غواړي



غزل


دا کاڼي کاڼي غرونه دا درې جوړول غواړي

د خاورو د کورونو نه بنګلې جوړول غواړي


د زړه د تلوسو نه تماشې جوړول غواړي

د خپل وطن په کلو کې مېلې جوړول غواړي


د تندې نه چې ونه مري مارغان زمونږ د غرونو

دې تږو تږو سترګو له چينې جوړول غواړي


پښتونه          مېړنيه         جنګياليه    لېونيه

ټوپک ماتول غواړي او لېسې جوړول غواړي


د خپلو ګل درو د سرو انګورو د غونچو نه

 دې تراړو تراړو شونډو له پيالې جوړول غواړي


د مرګ په خوب اوده نه کړي د ژوند لېونۍ سترګې

د جبر جنګ پرستو له جنګلې جوړول غواړي


اے سياله تل د مټو په زور نه کيږي جنګونه

اوس وخت دی د شعور نه به مورچې جوړول غواړي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف