مشوره
احساس دې مړ که
ضمير دې پړ که
خودي دې پرېده
غېرت لغړ که
چاپلوسي زده که
چالاکي زده که
ريښتيا به نۀ وے
دروغ پېشه که
حلال او نۀ خورې
حرام خوري که
هغه خواريږي
څوک چې خواري که
بيا پکښې اوسه
ښکلے وطن دے
خانده، څربېږه
ښائيسته چمن دے
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
ایک تبصرہ شائع کریں