تصوير مې تصؤر کښې د خپل يار ساتلے د ے
خپل هر مازيګرے مې پرې خمار ساتلے د ے
سم کړے دلته نۀ د ے چا د خپلې برخې کار
هر چا دلته د بل په کار کښې کار ساتلے د ے
تۀ يار د نيمې لارې شوې خو زۀ بې ياره نه شوم
ستاغم مې ستاپه ځاۍ ځان له اوس يار ساتلے دے
وعدې خو ستا وعدې دي پوره کېږي که ماتېږي
ما زړه درته هر وخت سترګې په لار ساتلے د ے
يو يار ته ګناه نشته خپل باور مې د ے دښمن
پخپله خپل لستوڼي کښې مې مار ساتلے د ے
نور څوک دي ورکوې چې تۀ درانۀ درانۀ غمونه
دا يو عابد دې ځان له ګناه ګار ساتلے د ے
ایک تبصرہ شائع کریں