ماښام خټک / لار راته ښايي خو پۀ لار راسره تلل نۀ غواړي

شاعرې

جمعہ، 27 اکتوبر، 2023

ماښام خټک / لار راته ښايي خو پۀ لار راسره تلل نۀ غواړي

 






غزل



لار راته ښايي خو پۀ لار راسره تلل نۀ غواړي

دروازه خلاصه کړي د کوره راوتل نۀ غواړي


څومره چې خواته ورنيزدې شم راته لرې ښکاري

لکه چې يار ما پۀ خواصو کښې شمارل نۀ غواړي


څومره خور شوی پۀ ماحول د احساساتو تضاد

غم مو شريک دے خو زما سره ژړل نۀ غواړي


ډېر خبر لوڅه بې معنې شي پۀ دې کوڼ ماحول کښې

ځکه د کار خبره څوک د خلې وېستل نۀ غواړي


دا چې ګړۍ پۀ ګړۍ لارې د نظر بدلوې

فکر مې ستا پۀ فکر دغه شانې زغل نۀ غواړي


يا پۀ معمول کښې د شپې ښکاري طوالت راغلے

يا پۀ دې سيمه د ژوند سترګه راختل نۀ غواړي


خودکلامۍ ته خلق هر قِسم ته رنګ ورکوي

ماښام د ځان قيصه خپل ځان ته اؤرول نۀ غواړي


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف