چې په ککو کښې ستا د مينې ميکده ګرځوم / صاحب شاه صابر

شاعرې

بدھ، 25 اکتوبر، 2023

چې په ککو کښې ستا د مينې ميکده ګرځوم / صاحب شاه صابر

 




چې په ککو کښې ستا د مينې ميکده ګرځوم

سترګو کښې خوب او په بڼو کښې شوګيره ګرځوم


لا خو د دړد په تار کښې پېرم د الفت ګلونه

لا خو د زړه د پرهر خوله په وينوسره ګرځوم


زه لېونی يم که رښتيا ازار وهلی يمه

چې په ړندو پسې په لاس کښې ائينه ګرځوم


خير ! ما دې وژني ما دې مړ کړي د رڼا قاتلان

زه به په لاس کښې د شعور بله  ډيوه ګرځوم


له سپينو واورو بارانونه د سپرلي غواړمه

په تورو غرونو د سپوږمۍ ماته کاسه ګرځوم


ما د حالاتو لېونۍ سوکړه وژلی نه شي

زه د ارمان په تندي ستا د خيال خوله ګرځوم


ما لېونی به پکښې خدای خبر چې څوک پېژني

زه د ټول کلي غم د مينې په اوږه ګرځوم


د تورې شپې توره تياره د ژمي يخه يخني

زما نصيب دی چې په لپه کښې لمبه ګرځوم


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف