سترګو يې اور کوو لمبې کولې
د پرهر څړيکو مې شغلې کولې
ستا د قامت سيالي اسانه نه وه
چنار په مي کښې لمبې کولې
دا محتسب د چا ازار وواهه
ده به رندانو ته ښېرې کولې
زما د زړه دشت ته راغلې هوا
ستا د بڼو د بڼ قيصې کولې
ستاد ناز غنې مې له خدايه غوښتې
ما د زخمونو نه جامې کولې
د يو پرهر د يوې شپې دړدنو
ستا د بڼو بلا قيصې کولې
ایک تبصرہ شائع کریں