انصاف
زۀ دې مړ کړم
تۀ ژوندے ئې
ښۀ دې اوکړل
لۀ غمونو نه دې خلاص کړم
خېر تۀ اوګرځه څۀ ورځې
زۀ به ناست يمه پۀطمه
چې تۀ راشې
ملاقات به سره اوشي
سپيناوے به سره اوشي
د الله پۀ عدالت کښې
څوک صادق
څوک دروغجن وۀ
وړ به وړ شي
پړ به پړ شي
خو
ځان پۀ دې خبره پوی کړه
چالاکې منافقت به
هلته نۀ وي
د دروغو عدالت به
هلته نۀ وي
فېصله به پۀ انصاف وي
فېصله به پۀ انصاف وي
سرا ج الدین سراج
"داغونه مې خالونه کړل"
صفحه نمبر61

ایک تبصرہ شائع کریں