ساقي! څۀ له بندوې د میکدې ور
لا خو خدائ بند کړی نه دی د توبې ور
د زړګي ناقراري مې د لیدو ده
درزوي مې څۀ بې واره د سینې ور
د راتلو نه مې خبر شوې نۀ راوځې
کۀ پۀ تېر کې مې نیولی دی پردی ور
چې ګلچین راباندې سیل د ګلو بند کړو
راته خلاص کړو د خیالونو ګلکدې ور
بدلېدونکې ده دنیا زاهده ټوله
کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور
پۀ کوڅه کې دې دربان ته څۀ حاجت و؟
زۀ دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور
د اسرار پۀ زړۀ کښې راشي، جوړ تۀ راغلې
چې هوا چېرته را لرې کړي د شپې ور

ایک تبصرہ شائع کریں