نوي نقشونه سازوي ما پۀ بل رنګ جوړوي

شاعرې

پیر، 19 اکتوبر، 2026

نوي نقشونه سازوي ما پۀ بل رنګ جوړوي

 








نوي نقشونه سازوي ما پۀ بل رنګ جوړوي

دا ځل تصوير مې مصّور څومره بدرنګ جوړوي


چرته چې ټکي د الفت خپلې معنې ورکې کړي

هلته د وخت نابغه پاڅي خپل فرهنګ جوړوي



خپله د تاج پۀ سرولو ځان حقدارې ګڼي

زما کچکول لاسونه ښکل کړي ما ملنګ جوړوي


دغې سيالے ته مې سر سم نۀ دے زۀ ماتے منم

خوا د کور مې ګاونډي کور رانه دنګ جوړوي


د بهروسو جونګهړې بيرته جوړوي خپلوان مې

د ګمانون تاج محل زما تر څنګ جوړوي


لکه چې دوّر بل خوشحال پيدا کوي ماښامه!

دا چې فضا درنه چاپېره د اورنګ جوړوي


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف