#غزل
قسمته ليونيه در په در مې مې ګرځوې
سرې سترګې وچې شونډې ورپه ور مې ګرځوې
اى خدايه اى ﺯما کريمه ربه چې دا ولې ؟
په دومره ډيرو ښکلو کې نهر مې ګرځوې
اى عشقه ليونيه ته په کومو لارو بوتلم
په کومو بيرته راغلم بې خبر مې ګرځوې
سهار دې د ديدن په نيت وځمه له کوره !
کوڅه په کوڅه بيا تر ماﺯديګر مې ګرځوې
نو اى د مشکور بخته ته به کله را راويښېږې
مودې وشوې بې ياره بې دلبر مې ګرځوې
(ب-مشکور)

ایک تبصرہ شائع کریں