کاش که مې بیا هغه ماښام ولیدے
ستا په اوربل مې ځان بدنام ولیدے
د تهمتونو مې جولۍ ډکه کړې
زما ګناه دې سرعام ولیدے
الله دې نه کړي ستا په حسن خزان
سپرلی مې ټول په تا مدام ولیدے
جانانه ستا په پښتنه کوڅه کې
تالا واله مې ننګ و نام ولیدے
عزیزه بیا د یار په نیمه ادا
ستړی ژوندون مې پرې تمام ولیدے

ایک تبصرہ شائع کریں