ستوري خاموش، سپوږمۍ خاموشه، د شپې غږ نه راځي
زه لېونے، زه سپیلنے، د هغې غږ نه راځي
زړه مې نری کړي او په تا پسې مې اوژړوي
نن دې محفل کښې د زرڅانګې ادې غږ نه راځي
مینه د هر چا شه رسوا، خو عشق د هېچا مه شه
ماتم په شور کېږي مدام، د سجدې غږ نه راځي
تا به زه څنګه رابلمه، په خدای نه پوهېږم
زړه مې نارې درته وهي، خو تر خولې غږ نه راځي
تر څنګ مې ناسته، هېڅ مې نه شوې له عذابه خبره
قربان! د دې ظالم دریاب د څپې غږ نه راځي
هغه چې زه یې ویل غواړمه، ویل یې نه شم
هغه چې ما ریبي، د هغه آرې غږ نه راځي
ممتازه، ما ټټر وهلی دی په دواړه لاسه
د ساندو ښار کښې چا وییل، د چمبې غږ نه راځي

ایک تبصرہ شائع کریں