يو راج ، کله بل راج، نامنظور، نامنظور

شاعرې

ہفتہ، 24 اکتوبر، 2026

يو راج ، کله بل راج، نامنظور، نامنظور




يو  راج ، کله بل راج، نامنظور، نامنظور

چل دی او د چل راج، نامنظور، نامنظور

دجل  پسې  دجل  شرم،شرم،شرم،شرم 

غل  پسې  د   غل راج،نامنظور،نامنظور

بې له تبصرې،بې له تحلیله،بې له شرحې 

ستا   خو  مکمل  راج،نامنظور، نامنظور

راج  دې  شه  تاراج، له   ابتدا  تر  انتها

ستا    آخر  اول  راج، نامنظور،نامنظور

لږ  واک  د  دانش  او عقل، بلې،بلې،بلې

ټول په ټول پاګل راج،نامنظور،نامنظور

دين ايمان او کور او ګور زما ده پښتونخوا

نور  د  درز  غوبل راج،نامنظور،نامنظور

خاوره   مې  ممتازه  او  اتله  وه   او ده

دلته      د‌.  بوتل راج،نامنظور، نامنظور لږ وګوره

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف