څوک يې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي

شاعرې

جمعہ، 30 اکتوبر، 2026

څوک يې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي

 



څوک يې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي

 هر زورور د پښتنو دپاره شر جوړوي


د پښتنو ځمکه به څه فصلونه وټوکوي

 څوک پکې جنگ جوړوي، څوک پکې سنگر جوړوي


جنگ به زمونږ نه وي خو مرو به پکې مونږ ليوني

 څوک چې ختن اخلي مورچه به په خيبر جوړوي


پښتانه دي جنگونو داسې ځای ته ورسول

 چې خپل کورونه ورانوي بل له دوتر جوړوي


دوی که چا دې ځمکې ته پرېښوده اسمان ته رسي

 دا پښتانه دي د پرتې خاورې نه زر جوړوي


وخت چې په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي

 مانه څرمن وباسي ماله ترې څادر جوړوي


هیڅ پوهه نشمه چې څنگه پکې ونښلمه 

ما له چې څوک دام جوړوي نو په هنر جوړوي


د جانان دا نوې ادا دې د نظره نشي

 زما د اوښکو د بارانه سمندر جوړوي


داسې څوک نشته چې په دې وراني کې لاس نه لري

 داسې څوک نشته چې کابل او پېښور جوړوي


 صاحب شاہ صابر

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف