یاد دی نه یم مسافرہ

شاعرې

جمعہ، 11 ستمبر، 2026

یاد دی نه یم مسافرہ

 



تسکین مانیروال ماھیا ( پنجابی فوک ژانر) نه یو څو ماھیو انتخاب 


یاد دی نه یم مسافرہ

پیسو ھر څه درنه ھیر کړ‎ل 

په زړ‎ہ سخت شولی کافرہ


زہ وجود یم ته می ساہ ئی

مناسب نہ دہ جانانه

تہ چي دومرہ بے پرواہ ئی


اور بل شوے دے ھر خوا ته

خدایه نسل می ختمیږ‎ی

خیر راپیښ کړ‎ی پختونخواہ ته


ټوله شپه دی لارہ سارم

دی خوبونه می ورک شوي

تر سحرہ ستوری شمارم


څه به کیږ‎ی خوږ‎ہ یارا

چې ته مل راسرہ نه ئي

څنګ به ځم د ژوند پہ لارہ


ته غم او نه کړ‎ی جانانه

چی تر څو پوری می ساہ وی 

لاس به وانخلم له تا نه


تیر به شي تراخه وختونه 

پټ پټ څکمه په اوبو کښي

د ملا د لاس ساختونه


دا ھم شمارم عبادت کښي 

د جمعی شپي له تیل وړ‎مه

ډیوہ بله کړ‎م زیارت کښي


چي په تا باندی مئین شوم

زړ‎ہ کښي وام د ھر چا خوښ ئي

زہ ھر چا باندی شکمن شوم


طبیب وی تسکین تاراجه

دا ستا رنځ د مینی رنځ دے

دا مرض دے لا علاجه


#تسکین_مانیروال


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف