وس به د نا خبري نا سره کوم
کله چې ستا خبرې ستا سره کوم
خوږ د زړګي نم د سترګو پټوم
زه په خندا خبرې ستا کوم
که بېلتون چپو هر څو وهليم
خو د وفا خبرې ستا سره کوم
چې مېنه درومي له حده واوړي
بيا په سودا خبرې ستا سره کوم
راغلم له درد د کوره ما وګوره
خو په موسکا خبرې ستا سره کوم
ستا يو خبره چاته نه کهمه
زه د دونيا خبرې ستا سره کوم
د ګلزار ژوند په تمه شګو کې تېر
تل وي سبا خبرې ستا سره کوم
ایک تبصرہ شائع کریں