غزل
عقل مې د مينې غلام کړے دے
دا مې څومره ښه انتظام کړے دے
ښکلو که په سمه که په غره کې یئ
راشئ خپل زړګے مې نیلام کړے دے
هر ماښام په تمه سهار شوے دے
هر سهار مې تا ته ماښام کړے دے
خداے خبر جواب به یې لا څنګه وي
ما ور ته په خط کې سلام کړے دے
دا جهان او هغه جهان ستاسو شو
مونږه خو ټول عمر ناکام کړے دے
یاره تا په لمسه د پردو خلکو
هسې خپل عزیز دې بدنام کړے دے
عزیز مانېروال
ایک تبصرہ شائع کریں