په اننګو خالـــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي

شاعرې

اتوار، 1 جون، 2025

په اننګو خالـــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي

 


په اننګو خالـــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي

زما په زړۀ داغونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي


زرګره! تا کښې جوړې مينه په ټوپونو نۀ ده

د چا په هار لعلونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي


زۀ   چې يـــــــــې  وېنم زلزله    رابانـــــدې راشي ساقي!

تۀ ورته ډک جامـــــــــــــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي


دومره سنګدله بــــــــې پروا کــــــــړلې غرور د ښايست

چې په تندي دامــــــــونه ږدې ګــــــــــوتې دې نۀ رپېږي


کاش سوداګره! چې د سرو او شنو جوړو پۀ مينځ کښې

د کفن  سپين تانــــــــونه    ږدې ګـــــوتې دې    نۀ رپېږي 


وخته انجــــــام خو يې په سر د خـــــــــــــاورو څلے غواړي

تۀ    يې    په سرتاجـــــونه ږدې ګـــــــــــــوتې دې نۀ رپېږي


ارواښاد عبدالرحيم روغاني


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف