زړۀ يې رانه اوس غواړي تۀ دا ګوره

شاعرې

اتوار، 1 جون، 2025

زړۀ يې رانه اوس غواړي تۀ دا ګوره

 



زړۀ يې رانه اوس غواړي تۀ دا ګوره

څومره رانه لـــــــــــرې دی اشنا ګوره


راشه چې کړو سترګې مخامخ سره

زۀ به پکښې تا ګــــــورم ، تۀ ما ګوره


چا سره يو ځای ليدلي شپه او ورځ

زلفــــــې يې تيارې ، مخ يې رڼا ګوره


څنګه به مې زړۀ را شي د زړۀ ځای له

تۀ د خــــــــئپلو سترګـــــــو ناز ادا ګوره


قېسه! چې  وحشت دې خوښؤلو نو

ګرځه په صحرا کښې اوس لېلا ګوره


هر څو کۀ دا نور خلک دنيا ګوري

 اے خاطره! تۀ پکښې اشنا ګوره


خاطر اپرېدی


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف