ځينــو کـــارونو کښـې ټګـي نـــه کېـږي
پـه محبت کښـې خـو بېخـي نـه کېـږي
سـاده جانـان بـه پـه دا څـوک پوهــوي
چـې اعتمــاد پـه هـر ســړي نــه کېــږي
معلومـه دا شولـه چـې خپـل مـې ګڼـي
دومـره ګيلـې خـو لـه پـردي نـه کېــږي
زه د يزيـد د ستــرګو خـار ځکـــه يـــم
لـه مـا کم ظـرف ته سر ټيټي نه کېـږي
زمـــا زړګيـــــه محبـــت کـــــه اور دى
بـې محبــت هــم زندګــي نــه کېــــږي
تـه يـې منـې کـه نـه منـې خــو "درده"
بغېـر لـه عشـق نـه شاعــري نـه کېــږي
پروفيسر رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں