اشنا چــــــــې ستا د چم خلق جمال پۀ کاڼو ولي

شاعرې

اتوار، 1 جون، 2025

اشنا چــــــــې ستا د چم خلق جمال پۀ کاڼو ولي

 



اشنا چــــــــې ستا د چم خلق جمال پۀ کاڼو ولي

پوهيږي نه کم عقل دي هـــــــــــلال پۀ کاڼو ولي


وه عشقه دا د کومې مــــــرحــــلې لاندې تيريږم

زما رقيب زما د کـــــــــور دېوال پــــــۀ کاڼو ولي


يادونو ستا د زړۀ د بت خـــــانې نه انکار اوکــــه

مــــــنم چې پښتانۀ دي درمسال پـــــۀ کاڼو ولي


زمونږ د چــــــــم ساده پښتانـۀ هغسې جـــــانانه

تيارؤ ته هـــــــر کلے وائـــــــي مشال پۀ کاڼو ولي


پردي مزدوران څــۀ د نوي کال پۀ خوشحالو کړي

زما بچــــي خو هر يو نوے کــــال پـــه کــاڼو ولي


پوهيږم نــــه پۀ دې زۀ خوشحالي که ماتم وکړم

منصوره چــې ساده يار مې د سوال پۀ کاڼو ولي


اروښاد اجمل منصور)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف