غزل
څو چې يې اور د سترګو بل وي مابه بل ساتي
څو چې شبنم اوښکې لرم جانان به ګل ساتي
دغه یو څو یاران مو خدای له مرګه هېر ولره
دغه یو څو یاران مو تود د زړه محفل ساتي
مونږ پښتنې مینې د خپل ځانه هم پټې ساتو
څه بختور وي چې د خپل جانان درشل ساتي
حسن چې څومره وي ساده دومره جادو هم لري
څوک چې خورې زلفې لري په کې به ول ساتي
مونږ ساده ګان د هغو خلکو نه هم مینې غواړو
څوک چې لستوڼی ورکوي یار له منګول ساتي
بیلتون به هرڅه وي خو مینه هم څه وايي ځان ته
په دشتو ورک مئین له سیوری د اوربل ساتي
ژوند د سایل به سترګې چرې بې خماره نه کړي
د زړه په وینو به سرې شونډې د غزل ساتي
رحمت شاہ سايل
ایک تبصرہ شائع کریں