څوک پۀ ﻻرو کښې ازغي کري نېکنام شي

شاعرې

اتوار، 18 مئی، 2025

څوک پۀ ﻻرو کښې ازغي کري نېکنام شي

 


څوک پۀ ﻻرو کښې ازغي کري نېکنام شي

څوک تابـيـا د سـرو ګلـونو کـړي بدنام شي


دا د عدل کـوم انداز دے لـږ مـې پوئے کړه

چې دې زلفې چاته ټـال او چاتـه دام شـي


څوک يو دوه قدمه واخلي تـر تــا درشــي

د چـا پـښې پۀ مـزل مـاتې شي ناکام شي


نۀ پــوهـــېږم پُــښـــتنه بې بــاکه مــينه

د اشــنا پـۀ وړانـدې ولــې احـترام شـــي


بيا پۀ طـمع د وصال مـې واورې پـرېوځي

چــې د سـتا د کلـي غرونو ته مې پام شي


نـۀ دروغ شــم نــۀ رښــتيــا درتـــه وئـيلے

زمـا مـينه دې د سـتا پــۀ زړۀ الــهام شي


يـوه شـپه نـيمه خـو داسې وي، چې وايم

چـې دا ژونـد دې تـمامي پکښې تمام شي


د ولـــي ســدا بـهــار خـــود ســـره فــکر

سپرلے نۀ دے چې د شپو ورځو غلام شــي

 ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

  ارواښاد پروفېسر ډاکټر 

   راج ولـي شـاه خټـک

 ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف